فر یاد
تنظیم  ش اسحاق زی تنظیم ش اسحاق زی




ته می‌ژبه رانه اخلی هم می خاوره په خطر کی
فریاد په چیغو باسم ژوندن می ټول سفر  کی
څوک می واک اخلی په زوره
څوک می دم شړې له کوره

نا بودی ته می راغلی هدفونه یې په سر کی
فریاد په چیغوباسم ژوندون می ټول سفر کی
چی کرې دنفاق تخم
له ناسوره به جوړ نشم

ورته زیر شی وطنوالو چی یې ګټه ده‌په شر کی
فریاد په چیغو باسم ژوندون می ټول سفر کی
هدیرې می ډکی شوی
زولنی می درنی شوی

سره یوشئ افغانانو نابودیږی لر او بر کی
فریاد په چیغو باسم ‌ژوندونمی ټول سفرکی
په نفاق کی بربادی ده
اتفاق کی سرلوړیده

ملت ټول زخمی شوی ملهم وتړی پر هر کی 
فریاد په چیغوباسم ژوندون می ټول سفر کی
هیواد به می اباد شی
دښمنان به می بر باد شی

د ( علم ) په شنه قلم کی دادځمکی په زیګرکی
فریاد په چیغو باسم ژوندون می ټولسفر کی


September 8th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان